خضدار، دنصير مينګل زوې په ډزو قتل
دبلوچستان ضلع خضدار کښې دنامعلومو کسانو په ډزو دبلوچستان دپخواني وزيراعلي نصير مينګل زوې وژل شوے اؤ لمسے ئې ژوبل شوے دے
درپورټ ترمخه دبلوچستان پوليسو وئيلي دي چې دخضدار غرايزه علاقه اړينجي کښې نامعلومو کسانو په ډزو سره دنصير مينګل زوې عطاء الرحمان مينګل قتل کړے اؤ دهغه لمسے ئې ژوبل کړے دے
درپورټ ترمخه دخضدار ډي سي وينا ده چې دمقتول قبائيلي مشر عطاء الرحمان مينګل دزوې مطيع الرحمان سره ښکار له تللے ؤ، چرته چې ديرشو نه زياتو وسله والو په دوي ډزې وکړې.
دبلوچستان وزيراعلي سرفراز بګټي ددې حملې غندنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دبلوچستان حکومت به دپېښې مکمل تحقيقات کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0