نيتن ياهو دهټلر پشان ټوله نړۍ کښې بدمعاشي کوي، ترک صدر
ترک صدر رجب طيب اردوان داسلامي ملکونو دخارجه وزيرانو اجلاس ته په وينا کښې وئيلي دي چې اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو دهټلر پشان ټوله نړۍ کښې بدمعاشي کوي، ترک صدر پخپله وينا کښې اسلامي امت ته په پېښو چيلنجونو، اسرائيلي جارحيت اؤ سيمه کښې سيوا کيدونکي تاؤتريخوالي جرائت مندانه موقف اختيار کړے دے. پخپله وينا کښې دۀ اسلامي ملکونو ته داتحاد اؤ يکجهتۍ وينا کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دا امت مسلمهل پاره يوه اهمه موقعه ده.
ترک صدر ووئيل مونږ په متحد کيدو سره دنيا ته پيغام ورکړے دے چې مونږ دامن داعيان يو، دۀ اميد څرګند کړے دے چې ددې اجلاس فيصلې به صرف دامت نۀ بلکې دټول انسانيت په حق کښې وي.
دۀ په غزه کښې دجاري اسرائيلي ظلمونو غندنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې اسرائيل په غزه کښې په فلسطينيانو حملې کوي اؤ په پرانستي ډول داسرائيلو حمايت کوي. دۀ ووئيل چې اسرائيل مسلسل سيمه دعدم استحکام ښکار کوي اؤ دقتل اؤ نسل کشۍ په پاليسۍ عمل کوي. دۀ ووئيل دمسلمانانو اتحاد دوخت ضرورت دے اؤ داختلافاتو هيرولو اؤ يو کيدو وخت دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0