بلوچستان کښې دترهه ګرو حمله، دسرکاري افسرانو کورونه ئې سوزولي،اے ډي سي ريونيو شهيد
دفتنه الهندوستان دهشت ګردو دبلوچستان ښار سوراب کښې بينک لوټ کړے دے، دمختلفو سرکاري افسرانو کورونه ئې سوزولي دي، ددفاع په کولو سره اے ډي سي ريونيو شهيد شوے دے.
فتنه الهندوستان يو ځل بيا په عامو بلوچانو حمله کړې ده، نن ماښام د فتنه الهندوستان دشلو نه ديرشو پورې دهشت ګرد په موټرسائيکلو سوريدو سره دسوراب ښار بازار ته داخل شويدي، بينک اؤ مارکيټونه ئې په نخښه کړي اؤ په بازار کښې ئې په عامو بلوڅ زنانه ؤ اؤ ماشومانو هم تشدد کړے دے.
دميډيا رپورټ ترمخه دبلوڅ بچو او زنانه ؤ بچ کولو په دوران دبليده سره تعلق لرونکي اؤ دسوراب اے ډي سي هدايت الله بليدي شهيد شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0