خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کښې 12ترهه ګر ووژل شول، دوه ځوانان شهيدان

May 19, 2025 - 23:44
May 20, 2025 - 11:45
 0  4
خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کښې 12ترهه ګر ووژل شول، دوه ځوانان شهيدان

 خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کښې  پاک فوځ کارروايۍ کړي دي چې پکښې 12ترهه ګر وژل شوي اؤ دامنيتي اهلکارو دوه ځوانان هم ترهه ګرو سره نښته کښې شهيدان شويدي.

 دائي ايس پي ار ترمخه  خېبرپښتونخوا کښې پۀ١٧مه اؤ ١٨مه مئ دهند دحمايت يافته فتنه الخوارجو خلاف کارروايۍ شويدي.

دائي ايس پي ار ترمخه لکي مروت کښې  دخوارجو دځالو خلاف کارروايۍ کښې  دهند حمايت يافته پينځه خوارج وژل شويدي، په بنو کښې هم  دهند حمايت يافته خوارجو خلاف کارروايۍ کښې دوه ترهه ګر وژل شويدي

اخوا په شمالي وزيرستان ميرعلي کښې هم ددهشت ګردو خلاف  په حمله کښې دسيکورټي فورسز دوه ځوانان شهيدان شويدي، په جوابي کارروايۍ کښې  دهند دوه حمايت يافته ترهه ګر هم وژل شويدي.

 

 دترهه ګرو په ډزو شهيد شوو کښې سپاهي فرهادعلي طوري او لانس نائيک صابر افريدي شامل دي.
 بلخوا پاک فوځ بلوچستان كښې په   مختلفو كارروائيو كښې د هندي پراکسي تش په نامه د بلوچ لبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) درې ترهګر وژلي دي
۔

  دائي ايس پي ار ترمخه امنيتي ځواكونو په استخباراتو اډانه د ضلع آواران په ګشكور سيمه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د كار كوٶنكو ترهګرو په موجودګۍ كارروائي وكړه

 د عملياتو په مهال سکيورټي فورسز د ترهګرو ژالې په موثره ډول په نخښه كړې٬ د ډزو د تبادلې نه وروستو د هند سرپرست ترهګر يونس ووژل شو او دوه نور ترهګر ژوبل شول۔

 په يوه بله كارروايۍ كښې د ضلع کيچ په تربت ښار سيمه كښې امنيتي ځواكونو د كاميابې كارروائۍ په مهال دوه هندي سرپرست ترهګر ووژل چې شناخت ئې د ترهګرو د نيټ ورك مشر صبر اللہ او ترهګر امجد عرف بچهو په توګه وشو۔ وژلے شوو ترهګرو  نه  وسله٬ ګوله بارود او چاٶدېدونې  مواد برامد شوي دي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي