د کوهاټ پولیسو مشر ويلي، د خبريالانو خونديتوب د پوليسو مسووليت دی
کوهاټ ( نعمت الله خان )د کوهاټ ضلعې د پولیسو ځواک نوي ټاکل شوي مشر ( ډي پي او ) شهباز الهي د پرېس کلب خبريالانو سره په پېژندګلوۍ ناست کې ويلي، پوليس او خبريالان خپلې ټولنې امنيت ټينګښت او د يوې ښې ټولنې رامنځته کېدلو لپاره کار کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې ده چې د رسنۍ کار کوونکو امنيت خپل مسووليت بولي او د دوی پر وړاندې هر ډول ننګونو پر مهال به ورسره د قانون له مخې مرسته کوي.
د پوليسو مشر د خبرو پر مهال ټينګار وکړ چې په کوهاټ کې به د نشه يي توکې پرضد به عملیاتو لړۍ دوامداره وساتل شي تر څو چې له نشه يي توکو يوه پاکه ټولنه نه وي رامنځته شوې.
د ليدنې پر مهال دغه راز خبريالانو د پوليسو مشر ته په کوهاټ ضلع کې پر ټاکل کېدو هرکلی کړی د خبريالانو په وينا چې دوی د هېواد امنيت او يووالي لپاره تل د ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي پوليسو او خبريالانو ترمنځ به ګډه همغږي تل همداسې دوام ولري.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0