افغان طالبان دداخلي تقسيم اؤ ډله بنديو ښکار دي، ددفاع وزير
اسلام اباد( وحدت خبر) ددفاع وزير خواجه اصف دافغان طالبانو دترجمان ذبيح الله مجاهد ګمراه کن اؤ په بدنيتۍ مبني بيانونه غندلي اؤ وئيلي ئې دي چې دپاکستان قوم، سياسي اؤ عسکري قيدت دمکمل هم اهنګۍ سره دقومي سلامتۍ په امورو متحد دي. ددفاع وزير خواجه اصف په ايکس اکاونټ جاري کړي بيان کښې وييلي دي چې دپاکستان سيکورټي پاليسيو اؤ افغانستان په اړه په جامع حکمت عملۍ قومي اتفاق رائې موجوده ده. دۀ وئيلي دي چې پاکستان اؤ خصوصاً دخېبرپښتونخوا عوام دافغان طالبانو په سرپرستۍ کښې دجاري پراکسيز دهشت ګردۍ نه ښۀ واقف دي اؤ په دې اړه هيڅ ابهام نۀ لري. خواجه اصف وئيلي دي چې دافغان طالبانو غيرنمائنده حکومت دسختو داخلي ډله بنديو ښکار دے، چرته چې په زنانه ؤ، ماشومانو اؤ اقليتونو مسلسل جبر روان دے، درائې اظهار ، تعليم اؤ دنمائندګۍ حقونه سلب کولے شي. ددفاع وزير ووئيل چې دڅلورو کلونو تيريدو باوجود هم افغان طالبان دعالمي ورورولۍ سره شوو وعدو پوره کولو کښې ناکامه دي، دخپل داخلي تقسيم، بدامنۍ اؤ ګورننس ناکامۍ پټولو لاپره هغوي يوازې په جوش خطابت، بيانيه سازۍ اؤ دبهرنيو عناصرو په ايجنډا عمل کوي. دۀ ووئيل چې افغان طالبان دبهرنيو عناصرو دپراکسي په توګه کردار ادا کوي، دپاکستان افغان پاليسي دقومي مفاد، علاقائي امن اؤ استحکام دحصول لپاره ده. ددفاع وزير واضحه کړې ده چې پاکستان به دخپلو اولسي وګړو دتحفظ اؤ پولې پورې غاړې دهشت ګردۍ دخاتمې لپاره فيصله کن اقدامات جاري ساتي، خواجه اصف ووئيل چې ددروغو بيانونو سره به حقائق نۀ بدليږي، داعتماد بنياد صرف په عملي اقداماتو سره قائميدے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0