پاکستان دمعاشي اهدافو مکمل اؤ اصلاحاتو کښې مثبت پرمختګ کړے دے، ائي ايم ايف

ائي ايم ايف اعتراف کړے دے چې پاکستان دمعاشي اهدافو مکمل اؤ اصلاحاتو کښې مثبت پرمختګ کړے دے
ائي ايم ايف اعتراف کړے دے چې داي ايف ايف پروګرام لپاره پاکستان ټول اهداف مکمل کړي دي اؤ ايګزيکټيو بورډ ريويو نه پس په نهمه مئ دپاکستان اي ايف ايف پروګرام منظوري ورکړے شوې ده دکوم نه پس چې فنډ دپاکستان مرکمزي بينک ته منتقل کړے شوے دے خو حکومت دبجټ سپورټ لپاره ددې فنډ نه استفاده نۀ شي کولے.
دائي ايم ايف ډائريکټر کميوني کيشن جولي کوزيک په پريس بريفنګ کښې وئيلي دي چې پاکستان اي ايف ايف پروګرام لپاره خپل ټول اهداف مکمل کړي دي، هغه وضاحت کړے دےچې پاکستاني حکومت دا فنډ دبجټ سپورټ لپاره نۀ شي استعمالولے
اي ايف ايف پروګرام ستمبر ٢٠٢٤م کښې منظور کړے شوے،د٢٠٢٥م وړومبو دريوو مياشتو کښې وړومبے ريويو شيډول کړے شوې اؤ په ٢٥م مارچ ٢٠٢٥م ائي ايم ايف اؤ دپاکستان داسټاف ليول معاهده شوې ده.
دائي ايم ايف ايګزيکټيو بورډ ترمخه پاکستان خپل ټول اهداف پوره کړي دي، په ګڼو اصلاحاتو کښې پاکستان مثبت پرمختګ کړے دے، ددې په وجه بورډ دپروګرام منظوري ورکړې ده.
What's Your Reaction?






