کرمه کښې دکوئيلې کان کښيناستو،٥ مزدوران مړۀ

Oct 12, 2025 - 22:13
 0  1
کرمه کښې دکوئيلې  کان کښيناستو،٥ مزدوران مړۀ

دخېبرپښتونخوا په ضلع کرمه کښې دکوئيلې کان کښيناستلو له امله  پينځه مزدوران پحق رسيدلي دي، دمړو شوو مزدورانو تعلق دشانګلې سره ؤ چې  دلاشونو راويستلو لپاره ئې ريسکيو اپريشن روان دے. دکان کښيناستلو پېښه ياسته طوره واړۍ کښې  شوې ده، دپېښې په دوران مزدوران په کار کښې مصروف وو، دملبې لاندې شپږ مزدوران ګير شوي چې پکښې يو راويستل شوے دے. مړو شوو کښې تاج الله، زيورالرحمان، شوکت، ناز الله اؤ جان محمد شامل دي، دملبې نه ددوه مزدورانو مړي راويستل شويدي، ددريوو دمړو راويستلو لپاره امدادي کار روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي