مهمندو کښې دسړک حادثه، درې کسان مړه، يو ژوبل
مهمند( سميع مهمند) دمهمندو دپنډيالۍ تحصيل دسپين جومات سره نزدې دموټرسائيکل په يوه روډ ټريفکي پېښه کښې درې کسان پحق رسيدلي دي اؤ يو تن ژوبل شوے دے، دريسکيو١١٢٢ ترمخه دپېښې داطلاع په ترلاسه کولو سيمې ته دريسکيو١١٢٢ ميډيکل ټيم په فوري توګه دپېښې ځائے ته رسيدلے دے، ژوبل شوي تن ته په موقعه ابتدائي طبي امداد ورکړے شوے اؤ وروسته ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال غلنۍ ته منتقل کړے شويدي، همدغه شان دپېښې دښکار شوو کسانو مړي دضروري قانوني کارروايۍ نه پس وارثانو ته سپارل شويدي چې پکښې حسنين ولد امير زاده، وصال ولد نوشاد اؤ عارل ولد محمد زمين شامل دي چې دريواړه دبيرګټ کور پنډيالۍ تحصيل اوسيدونکي دي، همدغه شان پېښه کښې اکرام ولد زر بادشاه ژوبل شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0