هنګو: دوو بمي چاؤدنو کښې دپوليس افسر پشمول درې اهلکار شهيدان،دوه خوارجي کمانډران هلاک
کوهاټ ( نعمت الله خان ) د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلع کښې پر لپسې دوو چادونو کښې د پوليسو عمليات مشر ( اېس پي - اپرېشنر ) او ورسره دوه نور پوليس اهلکار شهيدان شويدي، وروسته دپوليسو په جوابي کارروايۍ کښې دخوارجو دوه کمانډران هم وژل شويدي.
هنګو پوليسو د چاودنو پخلے کړے چې پکښې د پوليس عملياتو مشر اسد زبېر په ګډون درې پوليس شهيدان شوي دي.
پوليس وايي، لومړۍ چاودنه علمينه نومې د پوليسو په يوه پوسته ( چېک پوسټ ) وشوه چې دغې پېښې څرنګوالی معلومولو لپاره په سملاسي توګه د پوليسو مشر اسد زبېر رارسېدو مهال دويمه چاودنه تر سره شوې چې پکې د نوموړي په ګډون درې پوليسو خپل ژوند بايللو.
پوليس زياتوي، د پلټنې وروسته به معلومه شي چې د کوم ډول ترهګريزه چادونې شوې دي خو د پېښې ځائے ته په ګڼ شمېر کښې د هنګو ولسوالۍ پوليس د ته رسېدلي او عمليات يې پيل کړي.
په دغه وروستيو کښې د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو کښې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې دي چې پکې امنيتي سرتېرو په ګډون عام وګړي هم خپل ژوند لاسه ورکوي.
بلخوا دذريعو وينا ده چې ددوابه تاڼې ايس ايچ او عمران الدين پخپل دژوبل کيدو باوجود هم دخپلو شهيدانو بدله په څو ګينټو کښې دننه اخستې ده، په هنګو بليا مينه کښې د دوو بمي چاؤدنو کيدو وروسته دهشت ګردو په غرونو کښې دپناه اخستو کوش کولو دکوم په دوران چې دپوليسو اؤ دهشت ګردو ترمينځ دډزو سخته تبادله شوې ده.
دايس ايچ او عمران الدين دلاسه په مقابله کښې دخوارجو دوه کمانډران وژل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0