دامريکې دنائب صدر داسرائيلو اؤ حماس ترمينځ دجنګ بندۍ دبرقراره پاتې کيدو اميد
دامريکې نائب صدر داسرائيلو اؤ حماس ترمينځ دجنګ بندۍ دبرقراره پاتې کيدو اميد څرګند کړے دے. دسين اين اين درپورټ ترمخه امريکائي نائب صدر جے ډي وينس، چې داسرائيلو په د وره دے، دپريس کانفرنس په دوران داسرائيلو اؤ حماس ترمينځ دجنګ بندۍ کمزوري کيدو په اړه اندېښنو ته کم اهميت ورکړے دے، حالانکې ددې معاملې نه واقفو ذريعو سي اين اين ته ووئيل دټرمپ انتظاميې ځينې عهديداران پۀ نجي توګه په دې خبره فکر مند دي چې دا معاهده ماتيدے شي. جے ډي وينس پريس کانفرنس کښې ووئيل تيره هفته چې څه مونږ وليدل، زۀ ئې ډير پراميده کړے يم چې جنګ بندي به قائمه پاتې شي، زۀ ډير پراميده يم خو په سل فيصده يقين سره نۀ شم وئيلے چې دا جنګ بندي به قائمه پاتې شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0