دمينځني ختيز ملکونو غزه کښې دحماس خلاف دجنګيدو وړانديز کړے دے، ټرمپ
امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا فلسطيني مزاحمتي ډلې حماس ته د ګواښ په ډول وئيلي چې که دوي د سولې له موافقې سرغړونه وکړي نو د منځني ختيز زمونږ متحد هېوادونه چمتو دي چې په لوي پوځي ځواک سره غزې ته ننوځي او هغوي «سم کړي».
ډونلډ ټرمپ په ټروتھ سوشل په خپور شوي پوست کښې ليکلي: « په منځني ختيز او د هغې شاوخوا کښې اوس ډېر عالي متحد هېوادونو په صراحت، زور او خوښۍ سره ماته وئيلي چې که حماس زمونږ سره د شوې موافقې خلاف ورزي وکړي او بد چلند ته دوام ورکړي، او که زه درخواست وکړم، دوي چمتو دي چې په غزې کې په يوه لوئې پوځي ځواک سره داخل شي اؤ حماس سم کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0