بلوچستان: مطلوب ترهه ګر هلاک، ايس ايچ اوهم شهيد
په بلوچستان کښې د دهشت ګردۍ ګڼې کارروايۍ کوونکے دفتنة الهندوستان انتهائي مطلوب دهشت ګردو مشر جميل عرف ټيټک وژل شوے دے، دپاکستان ټيلي ويژن لخوا دسيکورټي ذريعو په حواله رپورټ ورکړے شوے دے چې دفتنة الهندوسستان مشر جميل عرف ټيټک دوژل کيدو پاخۀ اطلاعات دي، دهشت ګرد جميل ددهشت ګردۍ په ګڼو کارروائيو کښې ککړ ؤ، سيکورټي ذريعو وئيلي دي چې دهشت ګرد جميل دضلع پنجګور اوسيدونکے اؤ دپنجګور اؤ بليده پشمول ګڼو علاقو کښې ددهشت ګردۍ په کارروائيو کښې فعاله ؤ.
بلخوا تيره ورځ دبلوچستان په خاران ضلع کښې په پوليسو حمله کښې اسټيشن هاؤس افسر( ايس ايچ او) قاسم بلوچ شهيد شوے دے، ال پارټيز خاران دپېښې خلاف دهړتال اعلان کړے دے، دبلوچستان په خاران ضلع کښې ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال سره نزدې په پوليسو وسله والو ډزې کړيدي، چې په زد کښې ئې راتللو سره ايس ايچ او قاسم بلوچ شهيد شوے دے، دپوليسو ترمخه ايس ايچ او دنورو اهلکارو سره ناکه بندي کړې اؤ دګاډو تالاشي ئې اخسته. دپوليس ذريعو وينا ده چې د نامعلومو حمله کوونکو دډزو په زد کښې صرف ايس ايچ او قاسم بلوچ راغلے ، نور اهلکار محفوظ پاتې شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0