اسرائيل په مسلسل بمبارۍ کولو سره دټرمپ امن منصوبه کښې خنډ اچوي، حماس
د فلسطين د مقاومت ډلې حماس يو غړي ويلي، چې اسرائيل پرلهپسې بمبارۍ کوي او د سولې د پلان په وړاندې خنډونه جوړوي. نوموړي زياته کړې چې د يرغمال شويو کسانو او شهيدانو فهرست اسرائيل ته د منځګړو له لارې سپارل شوے دے.هغه د عربو رسنيو سره په خبرو کښې ووئيل چې "اسرائيل د بمبارۍ او ورانۍ لړۍ روانه ساتي، چې دا د ټرمپ د سولې پلان په تطبيق کښې لوئې خنډ جوړ شوے." نوموړي وويل چې د سولې مذاکرات به چټک او جامع وي، او دا زمونږ په ګټه ده چې زر تر زره پاې ته ورسېږي. "اسرائيل ته معلومه ده چې زمونږ سره څومره يرغماليان او مړي شته، مونږ دا فهرست د منځګړو له لارې اسرائيل ته سپارلے دے."ده زياته کړه: "مونږ ته د امريکا له لوري دا باور راکړل شوے چې د حماس مشرتابه به په نخښه نه کېږي، او دا چې د مشرتابه له غزې څخه وتل به د دوي پر خپل تصميم وي." همداراز، نوموړي تاييد کړه: "مونږ واشنګټن ته په رسمي توګه اطلاع ورکړې چې د غير وسله وال کېدو هوکړه شوې ده، او وسله به د نړيوالې څارنې لاندې وسپارل شي."
بلخوا، د امريکا اولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل تازه بيان کښې ويلي:
"د غزې تړون د اسرائيل، او د عربو او اسلامي نړۍ په ګډون، ټولو لپاره يو لوئې او غوره تړون دے. د دې له لارې د منځني ختيځ سولې ته لاره هوارېږي."
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0