د ترهګرۍ د مسئلې د پائيداره حل لپاره د افغانستان سره مذاکرات ضروري دي،وزيراعلى ګنډاپور
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې د ترهګرۍ د مسئلې د پائيداره حل لپاره د افغانستان سره مذاکرات ضروري دي، او دا د خوښۍ خبره ده چې وفاقي حکومت زما د دې تجويز سره اتفاق کړے دے د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ تر سيورې لاندې د 26م نيشنل سکيورټي اَينډ وار کورس ګډونوالو د جمعې په ورځ د وزير اعليٰ هاؤس پېښور يوه مطالعوي دورہ وکړه، او د خيبر پښتونخوا وزير اعليٰ علي امين خان ګنډاپور سره ئې ملاقات وکړو،دوي د مختلفو موضوعاتو په اړه وزيراعلى سره خبرې وکړې. د خيبر پښتونخوا قائممقام ائي جي پي نه علاوه، د منصوبه بندۍ، ترقياتو او خزانې د محکمې چارواکي هم په دې موقع موجود وو. متعلقه چارواکو د کورس ګډونوالو ته د صوبائي حکومت په مختلفو چارو د انتظامي نظام، مالي چارو، ترقياتي پروګرامونو، او د امن و امان په اړه بريفنګ ورکړو. وزير اعليٰ علي امين ګنډاپور ګډونوالو سره په خبرو کښې ووئيل چې "صوبه خيبر پښتونخوا له وسائلو نه ډکه ده، خو بدقسمتي دا ده چې په تېر وختونو کښې د دغو وسائلو مؤثر استعمال ته خاص پام نه دے شوے. مونږ چې کله واک ته راغلو، نو صوبه له سختو مالي ستونزو او د امن و امان له لويو چيلنجونو سره مخ وه. خو مونږ له اولې ورځې نه دا فيصله وکړه چې د صوبې د امدنۍ د زياتولو لپاره به د معاشي خودکفالت ماډل خپل کړو، او په هغو شعبو کښې به پانګونه وکړو چې استعداد لري." هغه دا هم ووئيل چې "موجوده صوبائي حکومت د بهتر مالي نظم و نسق له لارې تېرو 19 مياشتو کښې اربونه روپۍ اضافي امدني پيدا کړې ده. صوبه د پن بجلۍ د پيداوار لپاره ډېر زيات استعداد لري، اوسنے حکومت د پن بجلۍ پيداوار د صنعتونو د ودې لپاره پۀ استعمالولو کار کوي او د دې مقصد لپاره د صوبائي پاور ټرانسميشن لائن غزولو پۀ منصوبه کار روان دے. هغه نور زياته کړه " صنعتونو تو د ارزانې بجلۍ ورکولو سره به د صوبې دننه د روزګار موقعې پيدا کولے شي. دې سره سره، په صوبه کښې چې کوم د ګيس او تېلو وسايل دي، هغه هم د صنعتي پرمختګ لپاره استعمالېدو باندې کار روان دے." وزير اعليٰ دا هم وويل: "سياحت د خيبر پښتونخوا يوه بله ډېره مهمه شعبه ده، چې که وده ورکړل شي نو د صوبې په آمدني کښې ښکاره زياتوالے راتللے شي. دۀ ووئيل چې صوبائي حکومت دا وخت د نړيوال معيار مطابق انټيګريټډ ټورېزم زونز د قيام په اړه کار کوي." "په کليوالو سيمو کښې خلقو ته د مقامي روزګار موقعې برابرولو لپاره، د لائيو سټاک او زراعت شعبو ته دترقۍ ورکولو لپاره کار روان دے، او د غرايزو سيمو د زراعت د ودې لپاره د لومړي ځل لپاره ماونټين ايګريکلچر پاليسي معرفي شوې ده." علي امين ګنډاپور ووئيل چې "د ګورننس او سروس ډيليوري ښه والے، د نظام اصلاحات، او شفافيت زمونږ مهمې ترجيحاتي شعبې دي، او د دې لپاره د انفارمېشن اَينډ کميونيکيشن ټيکنالوجي مؤثره استعمال کېږي. تر اوسه 29 سيکټرز ډيجيټائز کړل شوي، او نورو باندې هم کار روان دے." يوې پوښتنې ته په ځواب کښې وزير اعليٰ وويل: "د ګاونډي هېواد افغانستان د عدم استحکام پۀ وجه، صوبه کښې د امن و امان ستونزې موجودې دي. د ترهګرۍ د ختمولو لپاره زمونږ وسله والو ځواکونو، پوليس، او عامو خلقو ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د ملک د امن لپاره چې کوم خلق شهيدان شوي دي، مونږ د هغوي قربانيو ته سلام پيش کوو." "د ترهګرۍ د مسئلې د پائيداره حل لپاره د افغانستان سره مذاکرات ضروري دي، او دا د خوښۍ خبره ده چې وفاقي حکومت زما د دې تجويز سره اتفاق کړے دے." ديوې بلې پوښتنې په جواب کښې وزيراعلى ووئيل چې "خيبر پښتونخوا د ډېر اوږدې مودې لپاره افغان مهاجرينو مېلمستيا کړې ده. د افغان مهاجرينو وطن ته ستنول د وفاقي حکومت پاليسي ده، خو دا عمل بايد په باعزته طريقې وشي." هغه ووئيل چې "سابقه قبايلي ضلعې له صوبې سره يوځائے شوې، خو د انضمام پۀ وخت چې کوم وعدې شوې وې، هغه تر اوسه نه دي پوره شوې. د اين ايف سي ايوارډ کښې صوبې ته د ضم شوو ضلعو د حصې ورکولو لپاره يو نوے اين ايف سي ايوارډ ضروري دے." وزير اعليٰ علي امين ګنډاپور دا هم ووئيل چې "د صوبې سلو فيصده خلقو ته د مفت علاج لپاره صحت کارډ ورکړل شوے دے. خلقو ته د کور جوړولو لپاره بغير د سود نه قرضې ورکول کېږي. همدارنګه، د ځوانانو لپاره چې خپل کاروبار شروع کړي او فني تربيت ترلاسه کړي، د 14 اربه روپيو پروګرام شروع شوے دے."
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0