بلوچستان کښې ١٧ سيکورټي اهلکار اؤ ٣١ اولسي وګړي شهيدان،د١٤٥ ترهه ګرو لاشونه زمونږ سرهه دي، وزيراعلى سرفراز بګټي

Feb 2, 2026 - 00:46
 0  1
بلوچستان کښې ١٧ سيکورټي اهلکار اؤ ٣١ اولسي وګړي شهيدان،د١٤٥ ترهه ګرو لاشونه زمونږ سرهه دي، وزيراعلى سرفراز بګټي

 کوئټه( وحدت خبر) دبلوچستان وزيراعلى سرفراز بګټي وئيلي دي چې ددهشت ګردو سره په مقابله کښې ١٧ سيکورټي اهلکار شهيدان شويدي، د١٤٥ دهشت ګردو  لاشونه زمونږ سره دي، رپورټونه دي چې ددهشت ګردو سره افغان وګړي هم شامل دي، دبلوچستان وزيراعلى سرفراز بګټي پريس کانفرنس ته په وينا کښې ووئيل چې دحکومت سره دوړاندې نه انټلي جنس رپورټونه موجود وو چې په وجه ئې  دحملو نه يوه ورځ وړاندې اپريشن شرونع کړے شو، د٤٠ؤ ګينټو په دوران ١٤٥ دهشت ګرد وژل شويدي چې مړي ئې زمونږ سره دي، حملو کښې ٣١ اولسي وګړي هم شهيدان شويدي اؤ ځينې ژوبل شويدي، دټول کال په دوران مختلفو کارروائيو کښې ١٥٠٠ دهشت ګرد وژل شويدي. يوه ورځ وړاندې شعبان اؤ پنجګور کښې ٤٠ دهشت ګرد وژل شوي وو، ددې په وجه دکوئتې شمال مشرق لوري  نه حمله ونۀ شوه، سيکورټي فورسز بيدار وو په دې وجه لويه حمله ناکامه کړے شوه. داپريشن لپاره دبلوچستان يو کلے هم نۀ دے خالي کړے شوے، دتښتيدلو دهشت ګردو تعاقب لپاره اپريشن روان دے.بلخوا ذريعې وائي چې  کوئټه کښې سيکورټي په هائي الرټ ده، موبائيل فون انټرنيټ سروس هم معطل کړے شوے اؤ دفعه ١٤٤ نافذ کړے شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي