دافغان علماؤ لخوا دافغان خاورې دنورو په ضد دنۀ استعمالولو فتوه مثبت پرمختګ دے،مولانا عبدالحق ثاني

Dec 12, 2025 - 22:30
 0  21
دافغان علماؤ لخوا دافغان خاورې دنورو په ضد  دنۀ استعمالولو فتوه مثبت پرمختګ دے،مولانا عبدالحق ثاني

نوښار( وحدت خبريال) دنوښار جمعيت علمائے اسلام(س)  مشر اؤ ددارالعلوم حقانيه  اکوړه خټک  له لوري دافغانستان دعلماؤ له لوري دافغان خاورې دنورو ملکونو خلاف دنۀ استعمالولو قرارداد په متفقه توګه  منظورول اؤ باقاعده فتوه جاري کول يو خوش ايند اؤ مثبت پرمختګ ګرځول شوے دے، دوي وئيلي دي چې مونږ  ددې ګام هرکلے کوو، دافغان علماؤ دکونسل  اعلاميه به په سيمه کښې دامن دقيام لوري ته يو سنګ ميل ثابت شي ، وحدت نيوز سره په خبرو کښې  مولانا عبدالحق ثاني ووئيل چې  دواړه ملکونه دې دخبرو اترو دلارې مسائيل حل کړي، دهشت ګردي يو ناسور دے، دواړه اسلامي ملکونه دې په شريکه ددهشت ګردۍ خاتمې لپاره يو بل سره مرسته وکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي