جاپان کښې د7٫6 شدت طاقتوره زلزله،30 کسان ژوبل
جاپاني چارواکو دنهې په ورځ د7٫6 شدت طاقتورې زلزلې نه پس جاري کړے شوے دسونامي خبردارے واپس اخستے دے. دبرطانوي خبري ادارې رائترز ترمخه دې طاقتورې زلزلې شمال مشرقي علاقې لړزولي دي چې په نتيجه کښې ئې ٣٠ کسان ژوبل شوي دي اؤ خواؤشا ٩٠ زره خلق دخپلو کورونو په خالي کولو مجبور شويدي، زلزلې دګل په شپه پاؤ باندې يوولس بجې دسمندر دساحل نه لرې راغلې اؤ دجاپان ميټرولوجيکل ايجنسۍ وينا ده چې درې ميټره( لس فټه) پورې لوړ سونامي دملک شمال مشرقي ساحل سره ټکر کيدے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0