افغان طالبان دبل چا په ايجنډا روان دي، پاکستاني امنيتي سرچينې

Oct 27, 2025 - 22:35
 0  0
افغان طالبان دبل چا په ايجنډا روان دي، پاکستاني امنيتي سرچينې

 استنبول کښې  دپاکستان اؤ افغان طالبانو ترمينځ  د٢٥م اکتوبر نه شروع شوي مذاکرات په دريمه ورځ هم جاري  دي، دمذاکراتو  په دويمه ورځ دفريقينو لخوا ځينې تجويزونه پيش کړے شويدي. دپاکستان سرکاري خبري ادارې اے پي پي دسيکورټي ذريعو په حواله وئيلي دي چې پاکستاني وفد دمذاکراتو په دوران افغان طالبانو ته خپل حتمي موقف پيش کړے دے، داے پي پي ترمخه سيکورټي ذريعو وئيلي دي چې پاکستان واضحه کړې ده چې  دافغان طالبانو لخوا کيدونکې دترهه ګرو سرپرستې  دمنلو وړ نۀ ده، پاکستاني وفد دا هم واضحه کړې ده چې  ددې سرپرستۍ خاتمې لپاره دې کلک اؤ يقيني اقدامات وکړے شي. پاکستاني سيکورټي ذريعو سرکاري خبري ادارې ته وئيلي دي چې دطالبانو دلائيل غيرمنـطقي  اؤ دزمکنو حقائق برعکس دي،  داسې ښکاري چې طالبان دبل چا په ايجنډا روان دي. سيکورټي ذريعو وئيلي دي چې دا ايجنډا دافغانستان، پاکستان اؤ سيمې داستحکام په مفاد کښې نۀ ده، په مذاکراتو کښې  نور پرمختګ دافغان طالبانو  په مثبته رويه منحصر دے.

بلخوا پاکستانۍ رسنۍ د امنيتي سرچينو له خولې وائي چې د دويمې ورځې مذاکرات تر نيمې شپې پورې اوږده شول او پاکستان خپله وروستۍ پرېکړه د طالبانو حکومت استازو ته سپارلې ده.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د امنيتي سرچينو له خُلې وائي، پاکستان د افغانستان دننه د دوي ضد وسله والو ډلو پۀ ضد د اقداماتو غوښتنه کړې خو زياتوي چې په دې اړه کوم پرمختګ نه دے شوے.

په افغانستان کښې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وائي، د دې خبرو اترو پايلو ته په طمعه او په وينا ئې د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کېدے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي