شمالي وزيرستان کښې امنيتي ځواکونو 14 ترهه ګر ووژل، ائي ايس پي ار

Jun 4, 2025 - 23:26
Jun 5, 2025 - 15:37
 0  2
شمالي وزيرستان کښې امنيتي ځواکونو 14 ترهه ګر ووژل، ائي ايس پي ار
ISPR

سيکورټي فورسز په شمالي وزيرستان کښې داپريشن کولو په دوران څوارلس خوارج وژلي دي. دپاک فوج  شعبه تعلقات عامه ترمخه سيکورټي فورسز  دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه   دهندي پراکسي سره  دتعلق لرونکو خوارجو دموجودګۍ په اطلاع کارروائي کړې ده.

 دائي ايس پي ار ترمخه  دسيکورټي فورسز داپريشن په دوران  دهندوستاني حمايت يافته خوارجو ځالې په نخښه کړے شويدي،

بيان کښې وئيل شوي دي چې  په علاقه کښې  دنورو  بهارتي حمايت يافته خوارجو دخاتمې لپاره اپريشن روان دے، دپاکستان سيکورټي فورسز ملک نه دبهارتي حمايت يافته دهشت ګردو دخاتمې لپاره پرعزم دي.

بلخوا وزيراعظم شهبازشريف شمالي وزيرستان کښې  دڅوارلسو خوارجو په وژلو امنيتي اهلکارو ته دعقيدت پيرزوئينې پيش کړيدي.

وزيراعظم شهبازشريف پخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې دسيکورټي فورسز دپيشه وارانه مهارت په سبب به مونږ دترهه ګرۍ جرړې اوباسو، وزيراعظم وئيلي دي چې  سيکورټي فورسز اؤ حکومت ملک نه دترهه ګرۍ دخاتمې لپاره پرعزم دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي