پاکستان اؤ افغانستان ته به پخپلو رويو نظرثاني کول وي،مولانا، فضل الرحمان
مردان( وحدت خبر) دجمعيت علمائے اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي وئيل کيدل چې عمران خان په مغربي ايجنډا کار کولو خو دمغرب په اصل ايجنډا موجوده حکومت عمل درامد کوي، په مردان کښې دستورې ته دوينا په وخت مولانا فضل الرحمان ووئيل چې دټرمپ دلاسه دفلسطينيانو وينه څڅيږي اؤ شهبازشريف، ټرمپ ته دامن دنوبيل انعام ورکولو خبره کوي، دۀ ووئيل چې پاکستان اؤ افغانستان ته به پخپلو رويو نظرثاني کول وي، وسله واله ډله دې جنګ پريږدي، جنګ دکومې مسئلې حل نۀ دے، زمونږ افغان پاليسي مکمله ناکامه شوې ده، په ٧٨ کلونو کښې مونږ افغانستان خپل ملګرے جوړ نۀ کړے شو. دۀ ووئيل چې دملک معيشت تباه شوے دے، پاکستان هاغه نۀ دے چې عوامو ئې اميد کولو، حکومت دې عوامو ته ددوي حقونه ورکړي، نن ائين ګوډاګے جوړ کړے شوے دے اؤ دعوامي خواهشاتو پځائے دلويو خلقو مرضي چليږي، دۀ ووئيل چې د٢٧م ترميم لپاره ارکان اخستل شويدي اؤ په جعلي اکثريت سره ٢٧م ائين منظور کړے شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0