په ايران کښې بس حادثې سره مخ،٢١ مړۀ،٣٥ ژوبل
دايران ښار کاور سره نزدې يوه ټريفکي پېښۀ کښې ٢١ کسان مړۀ اؤ د٣٠و نه زيات ژوبل شويدي. دايران دسرکاري ميډيا ترمخه دژوبل شوو اوو کسانو حالت تشويشناک دے چې په دې وجه دمړو شمير کښې داضافې اندېښنه ده. تراوسه ددې پېښې اصل وجه نۀ ده معلومه شوې خو په سوشل ميډيا دحادثې په تصويرونو کښې بس دپه غرايز سړک الټه ليدل کيدے شي. ايران کښې دټريفکي حادثو شرحه خطرناک حده پورې سيوا ده، تيرو دولسو مياشتو کښې دسړک په حادثو کښې دلته شل زره کسان مړۀ شويدي. حکومت دبس حادثې دتحقيقاتو حکم کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0