اواران کښې سينئر صحافي لطيف بلوچ دکور دننه قتل
اواران( ميډيا رپورټ) دبلوچستان داواران ضلعې علاقې مشک کښې سينئر صحافي لطيف بلوچ دخپل کوردننه قتل کړے شوے دے.
دمقامي پوليسو وينا ده چې صحافي لطيف بلوچ وسله والو کسانو دخپل کور دننه په ډزو سره وژلے دے اؤ دهغه دقتل دمعاملې تحقيقات روان دي.
دجماعت اسلامي نائب امير لياقت بلوچ پخپل يو بيان کښې دصحافي لطيف بلوچ دوژنې غندنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې صحافيانو ته تحفظ ورکول دحکومت ذمه واري ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0