قلات کښې دوسله والو لخوا دمسافرو په بس حمله، درې مړۀ، ګڼ ژوبل

Jul 16, 2025 - 23:45
 0  1
قلات کښې  دوسله والو لخوا دمسافرو په بس حمله، درې  مړۀ، ګڼ ژوبل

دبلوچستان علاقې قلات کښې دکراچۍ نه کوئټې ته په روان مسافرو کوچ باندې نامعلومو کسانو ډزې کړيدي چې له امله ئې درې کسان پحق رسيدلي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شويدي، ددوه کسانو حالت تشويشناک ښودلے شي.  دپوليسو ترمخه دوي دسيمې نه شواهد راټول کړي، ژوبل کسان  اؤ لاشونه هسپتال ته رسول شويدي، دحملې وروسته سيمې ته سيکورټي فورسز رسيدلي اؤ علاقه ئې پخپله ولقه کښې اخستې ده.

 صدرمملکت اصف علي زرداري اؤ وزيراعظم شهبازشريف پخپلو بيلا بيلو بيانونو کښې  په قلات کښې دمسافرو په بس  ددې حملې غندنه کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي