ايراني سپريم ليډر دځائے ناستي لپاره درې نومونه تجويز کړل
دايران سپريم ليډر ايت الله خامنه اي دخپل شهادت په صورت کښې درې نومونه تجويز کړيدي
امريکائي اخبار نيويارک ټائمز درپورټ ترمخه دايت الله خامنه اي دشهادت په صورت کښې به دعلماء کونسل په دريوو نومونو کښې دکوم يو انتخاب کوي
ايت الله خامنه اي ددريوو علماؤ نومونه تجويز کړيدي. دنيويارک ټائمز ترمخه هغه حکم کړے دے چې کۀ چرې شهيد کړے شو نو دايران اسمبلي اف ايکسپرټس، چې دسپريم ليډر دتقررۍ ذمه واره مذهبي اداره ده، دې په فراهم کړے شوو نومونو کښې دکوم يو ټاکنه وکړي،
دنيويارک ټائمز رپورټ کښې دذريعو ترمخه فهرست په خفيه توګه تيار کړے شوے دے، دامريکائي اخبار ترمخه دخامنه اي د٥٥ کلن زوې مجتبى نوم په دې فهرست کښې نۀ دے شامل کړے شوے څوک چې يو عالم دين دے اؤ پاسداران انقلاب ته نزدې ګڼل کيږي، ددې نه وړاندې هغه دايت الله خامنه اي ممکنه ځائے ناستے ګڼل کيدو.
درپورټ ترمخه خامنه اي دخپل زوې په دې فهرست کښې دشاملولو پځائے درې نور نومونه تجويز کړي چې تفصيلات ئې تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0