د چين او پاکستان کلکه ملګرتيا

Sep 20, 2025 - 10:06
Sep 20, 2025 - 10:12
 0  9
د چين او  پاکستان کلکه ملګرتيا

 سيد عبدالله هارون 
  د پاکستان او چين اړيکې تل مثالي او دوامداره دي. چين نه يوازې د پاکستان نزدې ګاونډي دے بلکې يو کلک او باوري  ورور هم دے چې په هره سخته شيبه کښې د پاکستان تر څنګ ولاړ دے. نن يو ځل بيا چين د خپلو کړنو او پاليسيو له لارې ثابته کړې چې د پاکستان د سوکالۍ، ثبات او پرمختګ ريښتينے ملاتړے دے.
چين په ځانګړي ډول د خيبر پښتونخوا له خلکو سره نزدې اړيکې ټينګولو ته ليواله دے ترڅو د CPEC په څير د لويو پروژو ميوې په مستقيم ډول د دې سيمې خلکو ته ورسيږي. چين غواړي د پاکستان اقتصاد په چټکۍ سره وده وکړي او هيواد په سياسي لحاظ مضبوط شي، ځکه چې اقتصادي پياوړتيا د  امن او سوله ايز راتلونکي ضمانت  دے .
چين تل ټينګار کړے چې د پاکستان او افغانستان اړيکې بايد ښې شي ترڅو CPEC افغانستان او منځنۍ آسيا هيوادونو ته وغځول شي. په  دې  دوران کښې، چين د ترهګرۍ ټول ډولونه په کلکه غندلي دي . چين روښانه دريځ لري چې د هيڅ هيواد خاوره بايد د ترهګرۍ يا خوندي پټو ځايونو لپاره ونه کارولے شي.
چين د ترهګرۍ په  وړاندې جګړه کښې د پاکستاني ځواکونو لخوا ورکړل شوو لويو قربانيو ته درناوے کوي او باور لري چې د پاکستان پوځ په سيمه کښې د سولې په رامينځته کولو کښې کليدي رول لوبولے دے. چين دا هم باور لري چې د نړۍ هيوادونه بايد په جګړو کښې د ښکيل کيدو په ځاے د خپلو اقتصادونو ښه کولو ته توجه  وکړي. له همدې کبله چين د پاکستان اقتصاد د چټک پرمختګ په لاره اچولو لپاره ټول  ممکنه کوششونه  کوي چې د ښو نتيجو طمع ترې کيدلے شي

 
بې له شکه ويل کيدے شي چې د چين او پاکستان اړيکې د وخت په هر ازميښت  کښې کامياب  ختلي  دي او دا ورورګلوي اړيکه به په راتلونکو وختونو کښې د دواړو هيوادونو د پرمختګ او سوکالۍ ته دوام ورکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي