دلنډي کوتل بازار رنګړ کښې دسبزيانو نرخونه ډير راکم شول
لنډي کوتل( مينه وال شينواري) دلنډي کوتل بازار رنګړ کښې دسبزيانو نرخونه ډير راکم شوي دي چې خلقو پرې دخوشحالۍ څرګندونه کړې ده.
په دې اړه دلنډي کوتل بازار کښې دسبزي فروش تاجر پير ګل شلماني وينا ده چې دسبزيانو نرخونه نور هم راکميدونکي دي
په لنډي کوتل بازار رنګړ کښې دڅلور سيره الو ګانو قيمت يونيم سل روپۍ، دڅلور سره ګوپي قيمت يونيم سل روپۍ، دڅلور سيره ټيپرو قيمت يونيم سل روپۍ، دڅلور سيره ټينډې قيمت يونيم سل روپۍ اؤ دڅلور سيره ټپيازو قيمت هم يونيم سل روپۍ دے خو ټماټر يو سير په دوه سوه روپۍ دي
تاجران وائي چې نورې سبزيانې به هم ارزانې شي
دتورخم پولې بنديدو له امله اولس ته دريليف ورکولو لپاره په ټولو سبزيانو سيل لګول شوے دے اؤ اولس ته به په ډيرو کمو بيعو تازه سبزيانې ورکولے شي چې دغه شان داولس مالي مشکلات راکم شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0