باجوړ کښې دسيکورټي فورسز اپريشن، پينځه خوارج ووژل شول، ميجر شهيد

Dec 29, 2025 - 23:03
Dec 29, 2025 - 23:09
 0  3
باجوړ کښې دسيکورټي فورسز اپريشن، پينځه خوارج ووژل شول، ميجر شهيد

پينډۍ( وحدت خبر) باجوړ کښې سيکورټي فورسز اپريشن کړے دے چې پکښې  پينځه خوارج وژل شوي دي، داپريشن په دوران  يو ميجر عادل زمان شهيد شوے دے.  دوژل شوو  خوارجو دقبضې نه وسله اؤ ګوله بارود هم برامد شوي دي،ائي ايس پي ار وئيلي دي چې ميجر عديل زمان په بهادرۍ سره جنګيدلے، هغه دخپلو وړانديو مورچو نه دخپل ټيم قيادت کولو.بلخوا دائي ايس پي ار ترمخه دميجر عديل زمان شهيد دجنازې لمونځ پېښور ګيريژن کښې ادا کړے شوے دے، دجنازې لمونځ کښې  ارمي چيف اؤ چيف اف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، داخله وزير،  دپېښور کورکمانډر، فوجي اؤ سول افسرانو شرکت کړے دے. ارمي چيف  دشهيد  ميجر عديل زمان قربانيو ته پيرزوئينې وړاندې کړي اؤ وئيلي ئې دي چې دپاک فوج شهيدان دقوم وياړ دے اؤ ددوي قربانۍ به هميشه ياد ساتلے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي