ترڅو چې افغانستان خلاف ورزي ونۀ کړي، جنګ بندي به وي، ددفاع وزير

Nov 8, 2025 - 21:40
 0  4
ترڅو چې افغانستان خلاف ورزي ونۀ کړي، جنګ بندي به وي، ددفاع وزير

دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف  وئيلي دي چې دافغانستان سره مذاکرات ختم شويدي، دۀ وئيلي دي چې جنګ بندي به تر هاغه وخته برقراره وي ترڅو چې کابل ددې خلاف ورزي نۀ وي کړي.  دجمعې په شپه نجي ټيلي ويژن چينل جيو نيوز سره په خبرو کښې خواجه اصف ووئيل چې په خبرو اترو کښې مکمل تعطل دے  اؤ دافغان چارواکو سره دمذاکراتو دراتلونکي پړاؤ کومه منصوبه نشته، خواجه اصف ووئيل چې  زمونږ يوازينۍ مطالبه دا ده چې افغانستان دې دا خبره يقيني کړي چې ددوي خاوره  په پاکستان دحملو لپاره استعمال نۀ شي. بل اړخ ته دافغان حکومت ترجمان دمذاکراتو اوسنے دور ناکامه ګرځولے اؤ په پاکستان ئې دعدم تعاون الزام لګولے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي