پېښور کښې ١٦ پېشه ور ګداګر ګرفتار
پېښور( وحدت خبر) پېښور کښې ١٦ پېشه ور ګداګر ګرفتار کړے شوي دي، دصوبائي حکومت داحکاماتو په رڼا کښې دپېښور ضلعي انتراميې اؤ دسماجي ښيګړې محکمې دپېشه ورو ګداګرو خلاف فعاله دي اؤ په دې اړه دپېښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود اؤ ډپټي کمشنر پېښور کيپټن(ر) ثناء الله په هدايت دمختلفو علاقو شپاړس پېشه ور ګداګر نيول شويدي، دډپټي کمشنر لخوا جاري شوي بيان ترمخه نيول شوي پېشه ورګداګر دبحالۍ مرکزونو ته منتقل کړے شوي دي، داخلاقي اؤ سماجي تربيت نه پس به نيول شوي ګدار په ضمانت رها کولے شي، دډپټي کمشنر ترمخه دعوامو په شکايتونو ايکشن اخستل شوے دے اؤ دا کارروايۍ به په مستقبل کښې هم روانې وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0