داپوزيشن اتحاد د٢٧م ائيني ترميم خلاف دتورې ورځې لمانځلو اعلان

Nov 14, 2025 - 21:51
 0  2
داپوزيشن اتحاد د٢٧م ائيني ترميم خلاف  دتورې ورځې لمانځلو اعلان

 اسلام اباد( وحدت خبر)  اپوزيشن اتحاد تحريک تحفظ ائين پاکستان  ٢٧م اؤ ٢٦م ائيني تراميم غيرائيني ګرځولي اؤ په مکمله توګه ئې مسترد کړيدي، دوي دراتلونکې جمعې په ورځ په ټول ملک کښې دتورې ورځې لمانځلو اعلان کړے دے.  دتحريک تحفظ ائين پاکستان داجلاس نه پس جاري شوې اعلاميه کښې وئيل شوي دي چې  تراميم دائين پۀ بنيادي ډهانچې اؤ عدليې حمله ده، دعدليې  دانتظاميې  دماتحت کولو کوشش دقبلولو وړ نۀ دے اؤ دغه شان دسپريم کورټ اختيارات محدود کړے شويدي. داعلاميې ترمخه په اجلاس کښې  جسټس منصور علي شاه اؤ جسټس اطهر من الله ته  داستعفا ګانو په وړاندې کولو دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړے شويدي اؤ دائين په اصل شکل کښې دبحال کولو غوښتنه شوې ده، عزم څرګند کړے شوے دے چې  دغيرائيني تمراميو خلاف به جمهوري مزاحمت جاري وي. داپوزيشن اتحاد وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا  امن جرګې داعلاميې مکمل حمايت کوي  اؤ په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې به د٧م ائيني ترميم خلاف قرارداد پيش کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي