داسلام اباد خودکش حمله کښې ککړ څلور ترهه ګر ګرفتار

Nov 14, 2025 - 14:05
 0  3
داسلام اباد خودکش حمله کښې ککړ څلور ترهه ګر ګرفتار

 اسلام اباد( وحدت خبر)  په وفاقي  دارالحکومت کښې د کچهرۍ په ځانمرګي   حمله کښې د ککړو  کالعد ټي ټي پي  ترهګريز سيل د څلورو غړو د نيول کېدو خبر ورکړل شوے دے۔ د انټيليجنس بيورو ډويژن او سی ټی ډی د ګډو عملياتو په نتيجه کښې د اسلام‌اباد په جي ـ 11 جوډيشل کمپلکس  دحملې په تور  د TTP/فتنۃ الخوارج ترهګريز سيل 4 غړي  نيول شويدي.  د پلټنو پۀ وخت  ساجدالله چې په "شېنا" مشهور دے او د ځانمرګي بريد د ترسره کوونکي همکار (هېنډلر) دے، اعتراف وکړو چې د TTP/فتنۃ الخوارج کمانډر سعيدالرحمن چې په "دادالله" مشهور دے (د چارمنګ، باجوړ اوسېدونکے، او دا مهال په افغانستان کښې اوسي، او په باجوړ ناوګۍ کښې د TTP د استخباراتو مشر دے)، د ټېلګرام اپليکيشن له لارې  ئې ورسره اړيکه نيولې وه او ورته ئې ويلي وو چې په اسلام‌اباد کښې دې ځانمرګي بريد ترسره کړي، څو قانون   نافذ کوونکو ادارو ته تر ټولو ډېر زيان ورسېږي۔ دادالله، ساجدالله  چې  په "شېنا" شهرت لري، ته د ځانمرګي بريدکوونکي عثمان مشهور په "قاري" عکسونه هم استولي وو، څو هغه په پاکستان کښې تر لاسه کړي۔ ځانمرګي عثمان  چې  په "قاري" شهرت لري د شنواري پښتنو د قبيلې و او د افغانستان د ننګرهار د اچين اوسېدونکے و۔ کله چې ځانمرګي د افغانستان نه پاکستان ته راورسېدو، نو ساجدالله مشهور په "شېنا" هغه د اسلام‌اباد په  خواؤشا کښې  ميشته کړو.

د افغانستان نه د TTP/فتنۃ الخوارج د کمانډر دادالله په لارښوونه، ساجدالله مشهور په "شېنا" د پېښور له "اخوُن بابا" هديرې څخه ځانمرګي جاکټ ترلاسه کړو، اسلام‌اباد ته ئې راوړو او د پېښې په ورځ ئې همدې عثمان مشهور په "قاري" پورې وتړلو۔

د پلټنو له مخې، د فتنۃ الخوارج/TTP لوړ پوړې مشرتابه چې په افغانستان کښې دے، په هر پړاو کښې دې شبکې ته لارښوونې کولې۔ د دې پېښې سره تړلے ټول سل نيول شوے دے۔ عملياتي کمانډر د خپلو درېيو نورو ترهګرو ملګرو سره يو ځائے نيول شوي دي۔ په دې اړه لا هم نور تحقيقات روان دي او د نورو انکشافاتو او نيونو امکان شته۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي