دکينيډا سکول کښې ډزې،١٠ مړۀ
کينيډا( ميډيا رپورټ) دکينيډا سيمې ټمبلر رج کښې دنهې په ورځ په يو سيکنډري سکول کښې دډزو پېښه شوې ده چې پکښې دحمله کوونکې زنانه پشمول لس کسان وژل شويدي، دپوليسو ترمخه پېښه کښې ٢٥ کسان ژوبل شوي هم دي چې علاج ئې روان دے. دا پېښه دلسمې فرورۍ په غرمه هاغه وخت وشوه کله چې مقامي پوليس ته په سکول کښې ديو وسله وال شخص دموجودګۍ اطلاع ترلاسه شوه، داطلاع ترلاسه کيدو سره سم په علاقه کښې هنګامي صورتحال نافذ کړے شوے اؤ خلقو ته په کورونو کښې داوسيدو هدايت شوے دے. دپوليسو ينا ده چې دسکول دننه دشپږو کسانو لاشونه ترلاسه شويدي، ژوبل شوو کښې ددوو حالت تشويشناک دے چې دهيلي کاپټر دلارې هسپتال ته منتقل کړے شويدي، يو ژوبل تن هسپتال ته دوړلو په دوران په لاره کښې ساه ورکړې ده. دپوليسو دتفتيش په دوران دسکول نه بهر داستوګنې يو کور نه هم دوه لاشونه ترلاسه شويدي.دپوليسو وينا ده حمله کوونکې يوه مشکوکه زنانه وه چې دډزو نه پس ئې ځان هم په ډز ويشتلے اؤ دژوند خاتمه ئې کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0