دپاکستان وسله وال فوجونه دهرې خطرې خلاف په مکمله توګه تيار دي، فيلډ مارشل عاصم منير

Jan 29, 2026 - 10:59
 0  9
دپاکستان وسله وال فوجونه دهرې خطرې خلاف په مکمله توګه تيار دي، فيلډ مارشل عاصم منير

پينډۍ( پ ر) چيف اف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې دپاکستان وسله وال فوجونه دهرې خطرې خلاف په مکمله توګه تيار دي.

دپاک فوج دعامه تعلقاتو څانګې( ائي ايس پي ار) ترمخه  فيلډ مارشل عاصم منير دبهاولپور ګيريژن دوره کړې چرته چې هغه ته داپريشنل، تربيتي اؤ انتظامي امورو په اړه بريفنګ ورکړے شوے دے.

دائي ايس پي ار ترمخه  فيلډ مارشل سيد عاصم منير خيرپور ټاميوالي کښې دجنګي مشقونو مشاهده کړې، هغه دډرونز، اليکټرنک  وارفئير اؤ سرويلنس ټيکنالوجۍ عملي مظاهره هم کړې ده.

دائي ايس پي ار ترمخه په دې موقعه دروهي اي اسکلزلرننګ حب او اے پي ايس عباسيه کيمپس پرانسته هم شوې ده، دډيجيټل تعليم دودې اعلان هم شوے اؤ معياري تعليم سره دوابستګۍ عزم تکرار کړے شوے دے.

فيلډ مارشل سيد عاصم منير دشهيدانو په يادګاري حاضري ورکړې او شهيدانو ته ئې دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړيدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي