دافغان طالبانو په پشي شا ملاتړ سره دهشت ګرد زمونږ وګړي اؤ بچي په نخښه کوي، فيلډ مارشل
اسلام اباد( وحدت خبر) چيف اف ارمي سټاف اؤ چيف اف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دافغان طالبانو په پشي شا ملاتړ سره دهشت ګرد زمونږ وګړي اؤ بچي په نخښه کيو، فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دفتنه الخوارجو نه چې کوم تشکيلونه دافغانستان نه راځي په هغوي کښې ٧٠ فيصده افغانان شامل دي.
دا خبره چيف اف ارمي سټاف اؤ چيف اف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير قومي علماؤ اؤ مشائخ کانفرنس ته پخپله وينا کښې کړې ده.
دۀ ووئيل الله تعالي په اسلامي ملکونو کښې دحرمينو دمحافظ شرف پاکستان ته عطاء کړے، په رياست طيبه اؤ رياست پاکستان کښې يو ژور تعلق اؤ مماثلت دے.
دۀ ووئيل په اسلامي رياست کښې درياست نه بغير بل څوک دجهاد حکم اؤ فتوه نۀ شي ورکولے.
افغانستان ته به فتنه الخوارجو اؤ پاکستان کښې ديو کوم يو انتخاب کول وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0