جنرل عاصم هند سره دجنګ منصوبه بندي کړې، په بيا جارحيت به ورته سخت جواب ورکړو، شهبازشريف

May 15, 2025 - 13:28
 0  2
جنرل عاصم هند سره دجنګ منصوبه بندي کړې، په بيا جارحيت به ورته سخت جواب ورکړو، شهبازشريف

پېښور: وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي  چې که چرې هند بيا جارحيت وکړو نو داسې  جواب به ورکړو چې سوچ به ئې هم نۀ وي کړے.

شهبازشريف وئيي مونږ امن او جنګ دواړو ته تيار يو  او زياته کړې ئې ده چې نريندر مودي دې مونږ ته لكچر نه راكوي٬ مونږ   حساب برابر كړے ٬ زمونږ مېړنو زامنو دښمن يو انچ رامخكښې كېدو ته نه دے پرېښودے.

 دسرکاري خبري ادارې اے پي پي  ترمخه وزيراعظم د شورو په ورځ په پسرور کينټ كښې د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ته خپلې وېنا كښې  ووئيل چې   اوبه زمونږ رېډ لائن دے دې حق څخه مونږ لاس په سر كېدے نۀ شو.

شهبازشريف په پاکستان کښې په ترهه ګرۍ  هند په لاسرنې تورن کړے اؤ وئيلي ئې دي چې  د جعفر ايکسپريس پشمول په بلوچستان كښې په ترهګرۍ كښې د هند لاس دے۔

د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير ،  ايئر چيف بابر ظهير سدھو ،    نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه اصف  دوزيراعظم سره  موجود وٶ

  ده ووئيل په عظيمه فتح او كاميابۍ مباركي دركوم٬ دا كاميابي به په تاريخ كښې په ځلنده ټكو ياد ساتلے شي.

دۀ ووئيل چې  د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د پاكستان د 24 کروړ اولس عزت زيات كړے ٬ دوي په اعليٰ عسکري پوهه ، همت او جوانمردۍ سره د مشرانو په منصوبه بندۍ عمل كړے٬ څو چنده لوي دښمن چا ته چې د اربونو ډالرو په جنګي سازوسامان اخستلو ناز، تكبر او كبر لرلٶ هغه ورله ځوانانو خاورې كړو او دښمن ته ئې  مضبوط  ځواب وركړو.

شهبازشريف ووئيل چې  په سختو حالاتو كښې غوره دفاع شوې او دښمن يو انچ رامخكښې كېدو ته نه دے پرېښودلے شوے

 شهبازشريف ووئيل په تکنيکي لحاظ سره چې په كوم ډول جنګ شوے په دې به پوهان تر ډېرې مودې بحث كوي۔.

 دۀ ووئيل چې ده ووئيل د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ساحر شمشاد مرزا، د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير او د پاك فضائيه مشر ايئر مارشل بابر ظهير سدھو او د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف او د بري، بحري او فضائي ځواكونو افسرانو او ځوانانو ته سلام كوم او د 24 كروړه اولس لخوا درته هم سلام كوم

وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير ډېر په بهادرۍ او زيركتيا سره د جنګ منصوبه بندي كړې٬ په دې مونږ ټول قام فخر كوٶ، دا د قام زامن دي٬ د پاک فضائيه مشر ايئر مارشل بابر ظهير سدھو په مشرۍ كښې پاک فضائيه په دې كښې د جديد وسلې او تکنيك عملي څرګندونه كړې.

 ده ووئېل د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف په مشرۍ كښې سمندري ځواك د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ٬ دوي د قام د سترګو تور دي۔

 شهباز شريف ووئيل عسکري قيادت د پوخ عزم څرګندونه كړې، تاسو د دښمن په جرات او بهادرۍ مقابله كړې٬ په دې نه يوازې ټول قام فخر كوي بلكې زمونږ دښمنان په هوش كښې راغلي دي او د دوستانو حوصلې لوړې شوې دي ، دا زمونږ لويه كاميابي ده

  وزيراعظم ووئيل پاکستان هند سره په 1971 كښې د جنګ بدل په دې جنګ   واخستو او  ټولې نړۍ ته   ووئيل شول چې د پاكستان پوځ يو  مضبوط  پوځ دے او د نړۍ يو طاقت دوي ته ماتې نۀ شي وركولے۔ ده ووئيل ټول قام پاك پوځ سره ولاړ دے٬

شهبازشريف  ووئيل كه هند د پاكستان د اوبو بندولو سوچ وكړو نو دا زمونږ رېډ لائن دے او بيا به واقعي چې اوبه او وينه بېله بېله نه بهېږي.

 ده ووئېل اوبه زمونږ حق دے، په دې به مونږ بشپړه ردعمل واړندې كوٶ٬ د كال 1960 د سندھ طاس تړون په اړه كله سوچ هم مه كوئ ٬ د كشمير كشاله دې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې حل كړے شي

 

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي