ايبټ اباد کښې ټريفکي پېښه، پينځه مړۀ
ايبټ اباد( وحدت خبر) ايبټ اباد کښې ټريفکي پېښه شوې ده چې له امله ئې پينځه کسان مړۀ شويدي، پېښه کښې ژوبل شوي ١٩ کسان هسپتال ته منتقل کړے شويدي، پوليس ذريعو وئيلي دي چې دا حادثه دحويليا نه مګري ته تلونکي ګاډي داوړيدو په وجه شوې ده، په ګاډي کښې څوارلس کسان ناست وو، دريسکيو چارواکو ترمخه لاشونه اؤ ژوبل شوي کسان دکندې ته راويستل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0