په ايف سي هيډکوارټرز دترهه ګرو دحملې مقدمه سي ټي ډي تاڼه کښې درج
پېښور( وحدت خبر) دپېښور په ايف سي هيډکوارټرز دترهه ګرو دحملې مقدمه سي ټي ډي تاڼه کښې درج کړے شوې ده، دپوليسو ترمخه مقدمه دترهه ګرۍ ددفعو لاندې دنامعلومو حمله کوونکو خلاف دعبدالله جلال ايس ايچ او په مدعيت کښې درج کړے شوې ده، دايف ائي ار دمتن ترمخه په موټرسائيکلو سورو دريوو ترهه ګرو ناڅاپي دايف سي په هيډکوارټرز حمله کړې ده، ايف ائي ار کښې وئيل شويدي چې دترهه ګرو دډزو وروسته دپېښې دځائے نه د٢٧ؤ نه سيوا خولونه ترسره شويدي. دحملې په نتيجه کښې ملکي سالميت اؤ سرکاري املاک ته نقصان رسيدلے دے.تيره ورځ شوې دې حمله کښې دايف سي درې ځوانان شهيدان اؤ يوولس ژوبل شوي وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0