هند نړۍ ګمراه کوي، پاکستان چې کله کارروائي وکړي نو ټول به ئې وويني، ډي جي ائي ايس پي ار

ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې هند نړۍ ګمراه کوي، پاکستان چې کله کارروائي وکړي نو ټول به ئې وويني
ټي ار ټي سره په يوه مرکه کښې ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې دهند نه په پاکستان دارټلري، مارټرو او نورو وسلو سره ګوله باري روانه ده، هند قصداً معصوم وګړي په نخښه کوي.
همدغه شان دخارجه وزير اسحاق ډار سره مشترکه پريس کانفرنس ته په وينا کښې ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف ووئيل چې بهارت په ننکانه صاحب کښې دسکهانو په عبادت ګاه شپږ ډرونز حملې کړي کومې چې مونږ ناکامه کړيدي.
دۀ ووئيل چې دبهارت شپيتۀ طيارې په پرواز کښې وې کومې چې مونږ انګيج کړيدي، بهارتي طيارې دشپې لس منټه دپاسه په دولس بجې پاکستان ته راغلي، هغه په بريفنګ کښې درافيل ذيارو دپائيلټ خبرې هم اورولي دي.
دۀ ووئيل چې پاکستان به دخپل وقار اؤ ازادۍ په هر قيمت حفاظت کوي، بهارت ماشومان، زنانه اؤ عام وګړي په نخښه کوي، دپهلګام ېښې وروسته بهارت په پاکستان الزام ولګولو، حقيقت څه دے، دا کتل پکار دي، خو ددې برعکس بهارتي ميډيا بغير دثبوت نه دا وينا شروع کړه چې پاکستان پکښې ککړ دے.
What's Your Reaction?






