نوشکي کښې دڅلورو کسانو لاشونه برامد

May 13, 2025 - 23:36
 0  4
نوشکي کښې دڅلورو کسانو لاشونه برامد
Rescue Service/Photo Source/Facebook

دبلوچستان علاقې نوشکي نه دڅلورو کسانو په ډزو ويشتل شوي لاشونه ترلاسه شويدي چې تعلق ئې دپنجاب سره ښودل کيږي.

دميډيا رپورټ ترمخه  دنوشکي ګلنګور علاقې نه   دڅلورو کسانو مړي ترلاسه شويدي چې داطلاع په ترلاسه کيدو سيمې ته پوليس اؤ دقانون نافذونکو ادارو نور اهلکار رسيدلي دي.

دليويز فورس لخوا دوژل شوو کسانو مړي هسپتال ته منتقل کړے شويدي چرته چې دهغوي پيژندګلو دغلام مظفي حذيفه، عمران او عرفان په نومونو سره شوې ده.  دوه وژل شوي کسان پخپل مينځ کښې وروڼه دي، ددوو تعلق دپاک پتن او رحيم يار خان سره ؤ.

دبلوچستان حکومت ترجمان شاهد رند دپېښې تصديق کړے اؤ دا ئې بربريت ګرځولے دے،  دۀ وئيلي دي چې  قاتلان به  دانصاف په مقام ودرولے شي اؤ دملزمانو ګرفتارۍ لپاره حکومت ټول وسائيل پکار راولي.

 دۀ ووئيل چې په بلوچستان کښې به دامن دشمنان هرګز نۀ شي  معاف کولے، دقتل دا پېښه انسانيت سوزه اؤ دافسوس وړ ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي