ډيره بګټي، سوئي کښې دپوليسو په ګاډي دلاسي بم حمله، دوه اهلکار شهيدان

دبلوچستان ضلع ډيره بګټي علاقې سوئي کښې دپوليسو په ګاډي دلاسي بم حمله کښې دوه پوليس اهلکار شهيدان اؤ يو ژوبل شوے دے
دپوليس چارواکو ترمخه دډيره بګټي علاقې سوئي په طوطا کالونۍ کښې نامعلومو کسانو په ګشت مامور پوليس موبائيل باندې دلاسي بم حمله کړې ده
په حمله کښې دوه پوليس اهلکار نصرالدين اؤ رحيم علي شهيدان شويدي اؤ يو اهلکار سب انسپکټر انور ژوبل شوے دے چې دعلاج لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوے دے.
What's Your Reaction?






