دعمران خان دذاتي ډاکټرانو نه دعلاج درخواست مسترد

Feb 7, 2026 - 14:37
 0  1
دعمران خان دذاتي ډاکټرانو نه دعلاج درخواست مسترد

 دپخواني وزيراعظم عمران خان دذاتي ډاکټرانو نه دعلاج درخواست مسترد کړے شوے دے،  په درخواست کښې  موقف اختيار کؤے شوے دے. دعمران خان معائنه دې دذاتي ډاکټرانو ډاکټر عاصم ، ډاکټر خرم اؤ ډاکټر ثمينې نه وکړے شي ،   دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت جج سيد امجد علي شاه  ددرخواست سماعت کړے د. راولپينډۍ کښې دعمران خان دذاتي ډاکټرانو نه دميډيکل چيک اپ په درخواست دسماعت مکمل کيدو نه پس فيصله محفوظ کړے شوې وه. په دلائيلو کښې وئيل شويدي چې  دذاتي ډاکټرانو نه طبي معائنه  ائيني، قانوني اؤ اخلاقي حق دے، پخواني وزيراعظم نوازشريف ته هم ذاتي ډاکټر دستياب ؤ،  دراولپينډۍ جيل درول ٧٩٥ لاندې  انتظآميه دڅه قسمه ميډيکل چيک اپ نه  دمتعلقه کورنۍ دخبرولو پابنده ده. دسماعت نه پس دصفايۍ وکيل فيصل ملک ووئيل عمران خان پخوانے وزيراعظم اؤ قومي هيرو دے، دهغه دا بنيادي حق دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي