دشمالي وزيرستان دډي پي او وقار خان په ګاډي دترهه ګرو حمله،٥ اهلکار ژوبل
شمالي وزيرستان( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په قبائيلي ضلعه شمالي وزيرستان کښې ګڼ ترهه ګر وژل شويدي، دغه خبره دخېبرپښتونخوا پوليس لخوا جاري شوي يو بيان کښې شوې ده، دبيان ترمخه دشمالي وزيرستان دډي پي او وقار خان په ګاډي وسله والو ترهه ګرو حمله کړې ده چې پکښې ٥ اهلکار ژوبل شويدي، دډي پي او په ګاډي پۀ ميرانشاه شاه روډ دوړاندې نه ناسته وسله والو ډزې کړيدي،پوليسو وئيلي دي چې دهشت ګردو خودکاره اؤ درنې وسلې استعمال کړيدي، ډي پي او اؤ دهغه سکواډ په مړانه او پېشه وارانه مهارت سره کوټلې جوابي کارروائي کړې ده چې په نتيجه کښې ئې ګڼ ترهه ګر وژل شوي اؤ نور تښتيدلي دي. ژوبل شوي پوليس اهلکار ډي ايچ کيو هسپتال ته منتقل کړے شويدي. دډي پي او وقار خان ګاډے بلټ پروف ؤ. دبنو پوليس په فوري توګه علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0