اسلام اباد کښې دپي ټي ائي احتجاج:82 ملزمانو ته دقيد او جرمانې سزا

May 3, 2025 - 19:03
 0  3
اسلام اباد کښې دپي ټي ائي احتجاج:82 ملزمانو ته دقيد او جرمانې سزا
Social media

 دراولپينډۍ دترهه ګرۍ دمخنيوي خصوصي عدالت  دتحريک انصاف لخوا ٢٠٢٤م په ٢٤م  او ٢٦م  نومبر  دتشدد نه ډک احتجاج کښې  نامزدو ٨٢و ملزمانو  ته  دجرم په اعتراف دڅلورو، څلورو مياشتو قيد او ١٥ زره روپۍ ديو تن پسر  دجرمانې سزا اورولې ده.

سزار وار شوو کسانو ته دعدالت مخې ته دخپل جرم اعتراف کړے چې هغوي  دمقامي اؤ قومي قيادت په راپارولو  دتشدد نه ډکې مظاهرې کړي، ملزمانو په فردجرم کښې  لګول شوي ټول الزامونه منلي او  موقف ئې اختيار کړے دے چې ځان دعدالت په رحم وکرم پريږدو، په سزاګانو کښې دکمي خواست  کوو او په مستقبل کښې به داسې جرمونه نۀ کوو.

 تيره ورځ  د٢٤م او ٢٦م نومبر  داحتجاج دمقدمو داوريدنې په دوران ٥٦٨ ملزمان عدالت ته پيش شويدي، عدالت ١٦٠٩ ملزمان دفردجرم لګولو لپاره طلب کړي وو، عدالت دزيرسماعت ٢٥ ملزمانو دضمانت درخواستونه هم خارج کړيدي.

دغه شان په مجموعي توګه   دضمانت ددرخواستونو دخارجيدونکو ملزمانو شمير١٠٧٤ ته رسيدلے دے.

عدالت دضمانتونو  دخارجيدو وروسته  ددغو ملزمانو دقومي شناختي کارډونو بلاک کولو او دهغوي داکاونټونو دمنجمد کولو او ګرفتارۍ احکامات هم جاري کړيدي.

عدالت  شاندانه ګل ته دتوهين عدالت نوټس جاري کړے دے.

په ٢٦م نومبر په اسلام اباد کښې  دڅلورو امنيتي اهلکارو پشمول لږ ترلږه شپږ کسان هاغه وخت وژل شوي وو چې په هغوي دپاسه يو ګاډے وروخيژولے شو.

 

پاکستان تحريک انصاف په کال ٢٠٢٤ کښې په ٢٤م او ٢٦م مارچ په اسلام اباد کښې  احتجاج کړے ؤ، په دغه دوران  دپي ټي ائي کارکوونکو دپخواني وزيراعظم عمران خان دميرمنې  بشرى بي بي اؤ خېبرپښتونخوا دوزيراعلى علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې ريډزون ته دداخليدو کوشش کولو، په اسلام اباد کښې  دقانون نافذونکو ادارو او پي ټي ائي دکارمندانو ترمينځ وروسته نښتې هم شوې وې، دپي ټي ټي ائي مشرانو  دخپلو کارکوونکو خلاف په شوي اپريشن کښې  دګڼو کارکوونکو دمړينې دعوه کړې وه خو دپاکستان حکومت دريځ خپل کړے ؤ چې يو تن هم په دې احتجاج کښې نۀ دے  وژل شوے،

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي