ملک سعد شهيد پوليس لائن کښې دشهيد سپاهي قيوم خان جنازه ادا
پېښور( وحدت خبر) دقبائيلي ضلعې خېبر دجمرود تاڼې علاقې شاکس روډ باندې دنامعلومو کسانو له لوري په ډزو دشهيد شوي سپيشل برانچ دکانسټيبل قيوم خان جنازه پۀ ملک سعد شهيد پوليس لائن پېښور کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کؤے شوې ده. دجنازې په لمونځ کښې ايډيشنل ائي جي سپيشل برانچ کاشف عالم، سي سي پي او پېښور ډاکتر ميا سعيد احمد، چيف ټريفک افيسر ډاکټر زاهدالله، ايس ايس پي اپريشنز فرحان خان، ډي پي او ضلع خېبر وقار احمد، دپاک ارمي افسرانو، دشهيد کورنۍ اؤ دپوليس افسرانو اؤ اهلکارو په ګڼ شمير کښې شرکت وکړو. دپوليس چاق وچوبند دستې شهيد ته سلامي پيش کړې ده، اعلي افسرانو په شهيد ګلونه ايښودي اؤ دهغه ددرجو دلوړوالي لپاره ئې خصوصي دعا کړې ده، دجنازې نه پس مړے دپوليس سپيشل سکواډ ضلع خېبر ته روان کړے شوے دے چرته چې به هغه په پوره سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارلے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0