بره دير کښې دغيرت په نوم دزنانه پشمول درې قتل

May 26, 2025 - 14:04
 0  0
بره دير کښې دغيرت په نوم دزنانه پشمول درې قتل

په بره دير کښې دغيرت په نوم  په يوه پېښه کښې  ديوې زنانه اؤ دهغې داتۀ کلنې لور پشمول درې تنه په ډزو سره وژل شويدي.

 دپوليسو ترمخه  دغه پېښه دبره دير يباړ کيجون کښې  رامينځته شوې ده  چې پکښې يو تن  خپله ميرمنه، اتۀ کلنه لور اؤ يو نامعلوم شخص په ډزو سره وژلي دي.

 درپورټ ترمخه  حمله کوونکي  پخپلې ميرمنې اؤ يو بل تن ګولۍ چلولي چې په زد کښې دهغه اتۀ کلنه لور هم راغلې اؤ ټولو په موقعه ساه ورکړې ده.

 دپېښې داطلاع په ترلاسه کولو سيمې ته پوليس رسيدلي اؤ شواهد ئې راټول کړي دي، لاشونه پوليسو پخپله  ولقه کښې اخستي اؤ هسپتال ته ئې منتقل کړيدي، پوليسو دپېښې تحقيقات شروع کړي دي.

 دپوليسو وينا ده چې دپېښې وروسته قاتل تښتيدلے چې دلټون لپاره ئې چهاپې  روانې دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي