برطانيې، کينيډا اؤ اسټريليا فلسطين رياست تسليم کړو، دنيتن ياهو سخت غبرګون

Sep 21, 2025 - 22:10
Sep 21, 2025 - 22:11
 0  1
برطانيې، کينيډا اؤ اسټريليا فلسطين رياست تسليم کړو، دنيتن ياهو سخت غبرګون

 د اسراييلو وزيراعظم  بنيامين نتن ياهو ويلي، چې هېواد به ئې د اشغال لاندې لويديزه غاړه کښې د يهودي مېشت ځايونو پراختيا ته دوام ورکړي، او دا چې د فلسطين خپلواک رياست به هېڅکله جوړ نه شي. نيتن ياهو دا څرګندونې پۀ نيويارک کښې  وروسته له هغې وکړې چې يو شمېر لوېديزو هيوادونو فلسطين په رسميت وپېژندو نوموړي زياته کړه، چې د دغو اقداماتو رسمي غبرګون به هغه مهال اعلان کړي، کله چې له امريکا راستون  شي، هلته دے د ملګرو ملتونو غونډې ته وينا کوي او د امريکا له اولسمشر ډونلډ ټرمپ سره به هم ملاقات کوي.

برطانيې، کينيډا اؤ اسټريليا فلسطين رياست تسليم کړے دے

برطانيې، کينيډا اؤ اسټريليا فلسطين رياست تسليم کړے دے،   فلسطيني  حکومت دفلسطيني رياست دجوړيدو مخنيوي لپاره کار کوي،  دغه خبره  دکينيډا وزيراعظم مارک کرني کړې ده، کينيډا دفلسطين رياست تسليم کړے دے، دۀ وئيلي دي چې  په لويديزه غاړه کښې مسلسل غيرقانوني  کليو تعمير اؤ په غزه کښې  جاري حملو  لکونو په شمير کښې خلق  بې کوره اؤ په زرګونو اولسي وګړي قتل کړيدي، دا ټول اقدامات دبين الاقوامي قانون خلاف ورزي ده. دکينيډا وزيراعظم وئيلي  اوس موجوده اسرائيلي حکومت  پرانستې پاليسي لري چې فلسطيني رياست قائم نه شي. داسټريلوي حکومت وينا ده چې اسټريليا دفلسطين رياست په باضابطه توګه تسليم کړے دے. برطانوي وزيراعظم  کيئر اسټارمر وئيلي برطانيې هم  دفلسطين رياست تسليم کړے دے. په مستقبل کښې به دحماس  په حکومت يا سيکورټي کښې کوم کردار نۀ وي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي