اواران کښې دترهه ګرو خلاف دامنيتي ځواکونو کارروائي، درې ترهه ګر ووژل شول،فوجي افسر شهيد

Jul 16, 2025 - 23:19
 0  2
اواران کښې دترهه ګرو خلاف دامنيتي ځواکونو کارروائي، درې ترهه ګر ووژل شول،فوجي افسر شهيد

په اواران کښې دسيکورټي فورسز دخفيه اپريشن په دوران درې بهارتي حمايت يافته دهشت ګرد وژل شويدي، په دې دوران دډزو له امله ميجر سيد رب نواز شهيد شوے دے. دپاک فوج دشعبه تعلقات عامه( ائي ايس پي ار) ترمخه  سيکورټي فورسز په خفيه اطلاعاتو دجولائي په ١٦مه  په ضلع اواران کښې ددهشت ګرد تنظيم فتنه الهندوستان سره تعلق لرونکو  بهارتي حمايت يافته دهشت ګردو دموجودګۍ په اطلاع انټلي جنس بيسډ اپريشن کړے دے. داپريشن په دوران پاکستاني دستو ددهشت ګردو ځالې په موثره توګه په نخښه کړيدي، داپريشن په نتيجه کښې درې بهارتي حمايت يافته  دهشت ګرد  وژل شويدي، دډزو په سخته تبادله کښې ميجر سيد رنبواز طارق   ددشمن په  بهادرۍ سره دمقابلې کولو په دوران دشهادت جام نوش کړے دے،  شهيد ميجر  دخپلې دستې  قيادت د فرنټ لائن نه  کولو. دائي ايس پي ار وينا ده چې په علاقه کښې کلئيرنس اؤ سينيټائزيشن اپريشن روان دے ترڅو  پټ دهشت ګرد ختم کړے شي، دپاکستان سيکورټي فورسز ملک نه دبهارتي حمايت يافته دهشت ګردۍ دمکملې خاتمې لپاره پرعزم دي. په عين حال کښې  وزيراعظم شهباز شريف په آواران كښې د فتنه الهندوستان په ضد په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او ځوانانو ستائنه كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ د لعنت هېواد څخه تر بشپړه خاتمې به جنګ روان وي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي