يو شواروز کښې داسرائيلو بمبارۍ کښې نور 116 فلسطينيان شهيدان

Jul 2, 2025 - 23:18
 0  0
يو شواروز کښې داسرائيلو بمبارۍ کښې نور 116 فلسطينيان شهيدان

 داسرائيلي فوج  دتازه بمبارۍ په نتيجه کښې دڅليريشتو ګينټو په دوران کم از کم ١١٦ فلسطينيان شهيدان شويدي،

 دغيرملکي ميډيا ترمخه  په اسرائيلي حملو کښې  هسپتالونه، سکولونه اؤ دخوراک تقسيمولو مرکزونه په نخښه کړے شويدي. يو اسرائيلي اخبار انکشاف کړے دے چې  فوج ته باقاعده احکامات ورکړے شويدي چې  دخوراک په انتظار کښې په ولاړو خلقو دې هم ګولۍ وچلولے شي .

 بل اړخ ته دفلسطيني مزاحمتي تنظيمونو وينا ده چې هغوي دغزه ښار خان يونس کښې يو اسرائيلي فوجي ګاډے اؤ اهلکار په نخښه کړيدي.

 اخوا اسرائيلي فوج دعوه کړې ده چې ديمن نه داسرائيلو په لوري ميزائيلونه داغل شويدي چې ورسره په سيمه کښې تاؤتريخوالے سيوا کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي