دترکي اؤ ايران په شريک سرحد دنوښار ځوان پحق ورسيدو

Dec 16, 2025 - 21:59
 0  79
دترکي اؤ ايران په شريک سرحد دنوښار ځوان پحق ورسيدو

 نوښار( وحدت خبريال)  دنوښار نه دښۀ مستقبل په اميد په غيرقانوني طريقې يورپ ته روان  دوتړ سيمې اوسيدونکے پينځه ويشت کلن ځوان احتشام ګل دايران اؤ ترکي په سرحد دسيکورټي فورسز په ډزو پحق رسيدلے دے، دايران سفارتخانې  خارجه دفتر ته  داحتشام ګل ولد مختيار ګل  دوتړ نوښار داوسيدونکي دمړينې باقاعده خبر ورکړے دے،  خارجه دفتر  داحتشام ګل  دمړي پاکستان ته دراوړلو انتظامات کوي، د هغه دوالدينو سره هم رابطه شوې ده. دپوليسو ترمخه دايران اؤ ترکي په سرحد پحق رسيدلي ځوان احتشام ګل  پلار په جهانګيري نوښار جي ټي روډ دوتړ په اسټاپ دټائر پنکچرو کار کوي. ايران اؤ ترکي تقريباً ٥٦٠ کلو ميټره شريک سرحد لري کوم چې  دتجارت اؤ غيرقانوني مهاجرت يوه اهمه لاره ده، دلته غرايزې لارې، امنيتي ديوالونه موجود دي خو ددې باوجود هم دافغانستان ، پاکستان اؤ ايران نه خلق  يورپ ته په غيرقانوني توګه دتللو لپاره دا سرحدي لاره استعمالوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 3
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي